Afghanistan
This article was added by the user . TheWorldNews is not responsible for the content of the platform.

د ځيرک او هوښيار انسان نښي:

د کامياب انسان صفتونه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
1 - د کامياب انسان يو صفت دا دی چي ستونزي ګالي، د ستونزو ګاللو ته آمادګي نيسي او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هره ورځ نوي نوي تجربې حاصلوي.
کامياب انسان د پوره جرأت درلودلو په سبب هيڅ وخت د ستونزو په وخت کي خپله روحيه او استعداد له لاسه نه ورکوي او د دنيا هري ستونزي ته د تېرېدونکي په سترګه ګوري ځکه نو هيڅ مشکل ته د لاينحل نوم نه ورکوي.
که غواړی د کاميابو انسانانو په نوملړ کي وشمېرل سی نو په ځان باور ولرئ او هيڅ وخت خپله روحيه او حوصله له لاسه...

فرهنګي مبارزينو ته نصيحتونه!

فرهنګي مبارز وروره! پدې کي شک نسته چي ستا مبارزه مقدسه او مهمه ده خو ددې لپاره چي مبارزه دي نوره هم مؤثره واقع سي او د فرهنګونو او فکرونو د اصلاح سبب سي لاندي شيان په پام کي ونيسه:
1 – هیڅ وخت پداسي شیانو کي مه ږغېږه چي په اړه یې پوره معلومات نلرې او د داسي شيانو په اړه تبصرې مکوه چي تا ته يې دقيق معلومات نه وي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء 36]
ژباړه...

آيا غواړی د ځان او د نورو د ځراکت او هوښيارۍ په نښو خبر سی؟ آيا غواړی داسي څه زده کړی چي په عملي کولو يې انسان د هوښيارانو په کتار کي شمېرل کيږي؟ او آيا غواړی په خپل کسب ځان او نورو ته د ځراکت تعليم ورکړی؟ که يې غواړی نو لاندي ليکنه په غور ولولئ.

هوښياري او ځراکت هغه غيرمعمولي الهي ډالۍ ده چي پر انسانانو په مختلفو تناسبونو د الله تعالی له لوري لورول سوې او په مستقيم ډول زموږ د ژوند پر ډول، زموږ پر راتلونکې او زموږ د فکر کولو پر طريقې اغيزه لري ځکه نو هر څوک غواړي د هوښيارۍ له مهمو نښو ځان خبر کړي او خوند ورڅخه واخلي.

که څه هم په نسبي ډول په ځراکت او هوښيارۍ کي ژنيتيکي او ارثي فکتور رول لري خو بيا هم ډېر داسي ترلاسه کېدونکي مهارتونه او ځانګړتياوي سته چي د انسانانو پر ځراکت او هوښيارۍ اغيزه کوي او که چيري په سمه توګه و کارول سي ممکن د ځراکت او هوښيارۍ  کچه ورسره لوړه سي.

مهمه پوښتنه چي ډېری خلګ يې مطرح كوي د هغي طريقې په شاوخوا را ګرځي چې موږ يې په مټ د انسان ځراکت او ټنبلي پېژندلای سو او دا چي آيا تر ځواکت پوري ځيني نښي تړاو لري او که يا؟ ددې پوښتني په جواب کي بايد ووايو چي پدې اړه ډېر مطالعات سوي او داسي ځانګړي صفتوته تشخيص سوي چي شتون يې د انسان د ځراکت او هوښيارۍ ښکارندويي کوي د بېلګي په ډول:

1 – د نورو خلګو خبرو ته غوږ نيول او تمرکز:

ځيرک او هوښيار خلګ د عادي انسانانو څخه ځکه بېل وي چي دوی په تمرکز او يادښت کي ډېر قوت لري ځکه چي دوی تل د هغه چا پر خبره سم غوږ نيسي چي د دوی سره خبري کوي تر څو د هغوی څخه نوي او تازه معلومات ترلاسه کړي.

يعني د نورو انسانانو پر خبرو سم غوږ نيول او د هغوی خبرو ته ښه متوجه کېدل د ځراکت او هوښيارۍ نښه ده.

2 – نوښتګرو او تکړه خلګو ته ځانونه نژدې کول:

ځيرک او هوښيار خلګ تل ځانونه و نوښتګرو او تکړه انسانانو ته نژدې کوي او د هغو خلګو سره ملګرتيا غوره کوي چي د سالم فرهنګ او خلاقيت څخه ګټه پورته کوي بلکي داسي خلګو ته ډېر ارزښت ورکوي ځکه نو کوښښ کوي خپل وخت د داسي خلګو سره په ملتيا کي تېر کړي.

3 – پر ځان نيوکه کول او نيوکه منل:

د هوښيار او ځيرک انسان بله مهمه نښه دا ده چي خپله تېروتنه ژر درک کوي او د تېروتني په وخت کي ځان ته ملامتيا متوجه کوي او تل د هغو لارښوونو پسې ګرځي چي دی سمي لاري ته راګرځوي، همداسي که څوک نيوکه ورباندي کوي د هغه نيوکي ته پوره غوږ نيسي او مننه ورڅخه کوي.

4 – د هر ډول شرايطو سره سمون:

ځيرک انسان ددې توان لري چي ځان د هر ډول هغو سختو شرايطو سره برابر کړي چي پر ده باندي راځي همداسي د ناڅاپي او غير مترقبه حالاتو د راتګ په وخت کي خپلو پلانونو ته تغيير ورکولای سي او خپله مطلوبه نتيجه لاس ته راوړلای سي.

5 – چټکه زده کړه:

ځيرک انسان د تيز درک او قوي حافظې درلودلو له کبله هر شی ډېر ژر زده کوي او په حافظه کي ذخيره سوي معلومات په چټکۍ سره نورو ته د انتقال لپاره آماده کولای سي.

6 – د ستونزو د حل استعداد:

ځيرک انسان ددې وړتيا لري چي د ستونزو سره مخامخ سي او د لاملونو د تحليل او مطالعې وروسته هره ستونزه په مناسب ډول حل کړي.

7 – د هيچا تر منفي تأثير لاندي نه راتلل:

ځيرک انسان هيڅوخت د چا تر منفي تأثير لاندي نه راځي ځکه چي ځيرک انسان د فکري استقلال له کبله چي لري يې په هر شي کي ځان ته خپلواک موقف لري او هيڅوک يې نسي خطا ايستلای.

8 – د پوهي سره مينه او د پوهي لپاره زيار:

ځيرک انسان تل د پوهي سره مينه لري او په هره برخه کي د پوهي لپاره زيار باسي تر څو نوي معلومات حاصل کړي له همدې امله تاسي وينی چي ځيرک انسانان تل د ګڼو شيانو په اړه ډېري پوښتني مطرح کوي.

9 – منطقي فکر کول او د احساساتو له مخې قضاوت کولو څخه ډډه:

ځيرک انسان د هر شي په اړه منطقي فکر کوي او د احساساتو له مخي پر شيانو او کسانو قضاوت نه کوي ځکه چي ځيرک انسان ته د هر شي پوره حل، د خبرو واقعي ځای او د نورو انسانانو د احساساتو درک مهم وي چي هغه په منطقي فکر او د خپلو احساساتو په کنټرول باندي کيږي او دا ځانګړنه الله تعالی یواځي ځيرکو انسانانو ته ورکړېده.

10 – د خاموشۍ او آرامۍ سره مينه:

ځيرک خلګ د زياتو خبرو کولو تمايل نه لري، ځکه چي دوی د هر چا سره د خبرو کولو په وخت کي ډېر فکر کول غوره کوي او د هر چا پوښتني ته مناسب جواب وايي، له همدې امله په خبرو کي ډېر تکړه وي او په ډېر عميق فکر د هري خبري ريښې ته ځان رسوي.

ځيرک خلګ کوښښ کوي د اړتيا په اندازه خبري وکړي تر څو د هيچا وخت ضايع نکړي او تر فضولو او بې ځايه خبرو چوپ کښېناستل خوښوي. 

11 – د ټولنيزو اړيکو سره مينه او ډېره ملګرتيا:

ځيرک خلګ تل کوښښ کوي چي د اړتيا سره سم د خلګو سره ټولنيزي اړيکي ولري او په ټولنه کي د پوهانو سره ډېري ملګرتياوي وپالي له همدې امله د ځيرکو انسانانو خدمات ژر رسنيز کيږي، خلګ ژر ورڅخه متأثير کيږي او نا اهله کسان ډېره بې ځايه عقده ورسره کوي.

12 – د فصيحي او کلاسيکي ژبي غوره کول:

ځيرک خلګ تل کوښښ کوي چي په خبرو کولو کي فصيحه ژبه وکاروي تر څو هر څوک يې په خبرو پوه سي او د آينده لپاره يې خبري د تېروتني څخه خوندي وي، په پخوا کي به عربو خپل ماشومان د پيدا کېدلو وروسته داسي ځای لېږل چي هلته فصيحه عربي زده کړي تر څو په آينده کي يې افهام او تفهيم برابر وي او دا به يې د نبوغ په لور لومړی مهم ګام بلی.

13 – په چټکۍ سره د سختو عباراتو او معادلاتو حل:

ځيرک انسانان ددې تر څنګ چي د سختو عباراتو او په رياضياتو او حساب کي د مغلقو معادلاتو د حل سره مينه لري په چټکۍ سره يې د حل وړتيا هم لري. 

14 - د نورو سره خواخوږي:

د ځيرکتيا د مهمو نښو څخه يوه نښه د خپل شاوخوا خلګو (عاطفي هوښيارتيا) ته پاملرنه او د هغوی سره خواخوږي ده ترڅو دوی د نورو خلګو په انديښنو پوه سي، هغوی ته په هره برخه کي ډاډ ورکړي او د هغوی له تجربو څخه زده کړي وکړي.

15 - په سپکاويو او خرافاتو باندي باور نه درلودل:

هوښيار او ځيرک خلک په افسانواو خرافاتو باندي باور نه کوي او غير منطقي افواهاتو ته ارزښت نه ورکوي کوم شيان چي ناپوه او کم استعداده خلګ باور ورباندي لري ځکه چي ځيرک خلګ تل د واقعيتونو او نوو منطقي نظرونو په لټه کې وي له همدې امله دوی ته اشخاص مهم نه وي بلکي دوی ته علمي استدلال، واقعي ثبوت، عقلي احتمال او شرعي لاسوند مهم وي.

اجمالي منبع: اطلس المعرفة ویب پاڼه

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري