Afghanistan
This article was added by the user . TheWorldNews is not responsible for the content of the platform.

د نړۍپه روان اقتصادي ناورين د اوکراین د جګړې اغېز

د کرونا وايروس پر مرګونې تېرې شوې څپې سربېره د روان نړيوال بحران يو لامل د روسيې او اوکراين تر منځ وروستۍ شخړه او د روسيې او اوکراين له بندرونو څخه د غلو دانو نه صادرېدل ګڼل کېږي. د روسيې، بلاروس او اوکراين هېوادونه چې د نړۍ د اړتیا وړ غلې دانې توليدوي ، او ځمکه یې د (چورنې زيم) تورې خاورې په نامه چې د کروندې لپاره بهترينه ځمکه ده يادېږيد افريقا او اسيا شپږدېرش هېوادونه چې زياتره یې بې وزله هېوادونه دي د خپل د ضرورت وړ غلې له نيمايي زياته برخه له له روسيې او اوکراين څخه واردوي.

خو لويديځ (ناټو او امريکا) په سياسي استفادې او اقتصادي بنديزونو د روان کال په لومړنيو مياشتو کې د روسيې پر صادراتو بنديز ولګاوه او نړۍ يې د لوږې د بحران طرف ته يوګام نوره هم ورټېل وهله. خو له ښه مرغه وروسته له هغه چې د تېر جولایی په ۲۲ مه د ملګرو ملتونو او ترکيې په هلوځلو، منځګړتوب او نظارت روسيې او اوکراين تر منځ يو تړون لاسليک شو او په پايله کې یې غلو دانو او کيمياوي سرې ته اجازه ورکړل شوه چې د روسیې او اوکراين له بندرونو دې نړۍ ته صادر شي يو ښه مثبت زېری شو خو بيا د جنګونو له امله کله کله دا بهير ودرول شي او کله بيا روان وي.

د غلو دانو په اړه د تورې بحيرې تړون چې له مخې یې د روسيې او اوکراين غله جات د نړۍ بازارونو ته لار پيدا کوله او دا تړون تر دې څو ورځو مخکې پورې لا هم عملي بڼه لرله او د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب د روسيې او اوکراين د چارواکو تر منځ شوی وو او په جريان کې یې د د اوکراین له بندرونو څخه 32.8 ملیون ټنه کارګو غلې صادر شوې وي. خو پر ځای ددې چې بې وزلو هېوادونو ته واستول شي او د ایتوپیا، یمن، افغانستان، سوډان، سومالیا د خلکو ته ور ولېږل شي ، دې غله جاتو مخ اروپا ته ګرځول شوی وو او دې يادوو بې وزلو هېوادونو ته يوازې تر یو میلیون ټنه کم خوراکي مواد او سرې استول شوي دي. د کارګو دوه پر دریمه برخه د اروپا او شمالي امریکا هېوادنو ته ورسیده چې هڅه کوي د نړۍ د خوراکي توکو بازار انحصار کړي.

يانې په يو ډول د اوکرایین غله په ښکاره ډول د بشردوستانه چارې په نامه د لویديځو هېوادونو لخوا غلا شوي. او ددې تړون په بيا نه تمديد سره وضعيت د نړۍ په بې وزله هېوادونو کې لا پسې خرابیږي. د نړۍ د ۸۲ هېوادونو اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. له ۲۰۲۲ کال راهیسې په بې وزلۍ کې د اوسېدونکو کسانو شمېر ۷۱،۵ میلیونه او د لوږې له امله ۴۷ میلیونه زیات شوی دی.

وضعیت چې لا له وړاندې د اقلیم د بدلون له امله خراب شوی په ځینو افریقایي هیوادونو کې، د څارویو دریمه برخه د وچکالۍ له امله مړه شوي، او په هرو ۴۸ ثانیو کې یو سړی د لوږې له امله مړ کیږي. نن سبا ۲۸۰ ملیون خلک – د افريقا د لویې وچې پنځمه برخه له لوږې سره مخ دي.
روسيه د تورې بحيرې څخه د غله جاتو د صادراتو له تړون څخه ځکه پر شا شوه چې وايي غله جات ددې پرځای چې د نړۍ بې وزلو او اړمنو هېوادونو ته ولېږل شي په غلط ادرس اروپا او شمالي امريکا ته رسېږي او هلته د سوداګرو لخوا انحصار او د خپل اړتياوې پرې حل کوي په داسې حال کې چې اصلي اړتيا د غريبو او بې وزلو افريقايي او اسيايي هېوادونو ده چې خلک یې د لوږې له امله د مرګ په سرحد ناست دي.

(زمونږ د پیغامبر حضرت محمد صل الله علیه و سلم ځينې احادیث)

ډ.حمیدالله زړور صاپی ( له ترکي ژبې پښتو ته ژباړونکی)/ بروکسل د ربیع الاول ۴مه ۱۴۴۵=د سپټمبر ۱۹/۲۰۲۳ (زمونږ د پیغامبر حضرت محمد صل الله علیه و سلم ځينې احادیث) البته ترکانو ورته تر ټولو ښایسته حدیثونه ویلي دي. مقدمه:د الله د رسول ص.له خولې وتلې خبرې ته حدیث ِشریف ویل کیږي.حدیث د کریم قرآن تاءيدي ځانګړنې لري.د اسلامي عالَم لپاره احادیث ،د حضرت رسول ص.د خبرو،کړو وړو، فکر او اعمالو په لیکل شوي شکل روایت شوي ، ډیر د اهمیت وړ ګڼل کیږي. ځینو علماوو احادیث په ۳ ډولونو ویشلي: ۱-لمړۍ بر...