Afghanistan
This article was added by the user . TheWorldNews is not responsible for the content of the platform.

د سپتمبر اتمه د سواد نړیواله ورځ

(یو معلم به نورڅه شي ته خوشحاله وي، پرته له سواده)

لیک - لوست، زده کړه، پوهه ترلاسه کول او تعلیم د بشري نورو حقونو ترڅنګ؛ د هرانسان لومړنی او اساسی حق دی. سواد د انسان بصیرت لوړوي او د ترقۍ لوری ورښيي. سواد انسان له تیارې څخه رڼا ته بیایي. له همدې امله د بشریت د کلیزو پر مخ یوه ډیره روښانه ورځ د سواد نړیواله ورځ ده.
د سواد د ارزښت ښودنې او د سواد دورځې د نمانځنې لومړنی فکر په ۱۹۶۵م. کال کې د تهران په کنفرانس کی مطرح شو. دا هغه کنفرانس و چې د م.م. دغړو هیوادو د معارف د وزیرانو په ګډون دایر شوی و. وروسته بیا په ۱۹۶۶م. کې د یونسکو سازمان د سپتمبر اتمه د( International Literacy Day/ILD) په نوم ونوموله او په ۱۹۶۷م. کې ونمانځل شوه. دا دی له هغه راهیسې هر کال په همدې ورځ دیوه ټاکلی شعار او نوم لاندې شانداره نمانځل کیږي اودرناوی ورته کیږي.
اویایمه لسیزه کې ګڼ شمیر هیوادو د سواد او تعلیم برخه کې ِغوره لاسته راوړنې لرلې. په دې کې افغانسان هم تر ممکن حده ښوونځیو ته پام کړی و، خو یونسکو متوجه شوچې وروسته پاتې هیوادو کې بیوزله خلک او نجونې له تعلیم پاتې دي، نو اتیایمه لسیزه کې یی دا یوه ورځ د( تعلیم حق دی، نه امتیاز) تر نوم لاندې و نمانځله، په دې ډول د وضعیت په لیدو سره دغی ورځې ته هر کال بیلابیل نومونه او شعارونه غوره کیدل او کیږي. سږنی شعار یې دا دی:
‘Promoting literacy for a world in transition: Building the foundation for sustainable and peaceful societies’.
په هماغه شپیتمه لسیزه کې با سواد ته یو لومړنی ساده تعریف غوره شو: هرهغه څوک چې په خپله مورنۍ ژبه یو ساده متن ولوستل او ولیکلای شی او په مانایی پوه شی باسواده دی. وروسته دې تعریف کې د یوې بهرنۍ(دوهمې) ژبې ټکی هم اضافه شو. د شلمې پیړۍ په پای کې سواد او باسواده وګړی داسې تعریف شو:
باسواده هغه څوک دی چې د لیک لوست د توانایی ترڅنګ؛ په کمپیوتر لاسبری ولري اوخپله تخصصی ځانګه کې ورڅخه کار واخلي.
په دې ترتیب له بده مرغه د دې تعریف له مخې همدا اوس زموږ هیواد کې ډیر خلک بیسواده دي.
د یوویشمی پیړۍ په بهیر کې چې بشریت نور هم پرمختګ وکړ او د ژوند بیلایل اړخونه یې بډای او د مادي ښېګڼو ترڅنګ، د معنوی ارزښتونو پاللو او د انسان د مهارت، کرامت او تکامل بشپړتیا ته نور هم ځیر شو، سواد یو بل او نوی تعریف وموند چې په دغه تعریف کی دلیک – لوست او کمپیوتر کارولو څخه برعلاوه، دنن ورځې ضروری شرایط او اړتیاوې شاملی شوی، هغه دا دي:
 یو باسواده وګړی باید دلیک – لوست ترڅنګ عاطفی سواد هم ولری، ترڅو شاوخوا خلکو سره عاطفی اړیکې ټینګې کړای شی،
 یو باسواده وګړی باید دپوهاوی را پوهاوی د اړیکو ټینګولو توانایی ولري،
 یو باسواد وګړی خپل اقتصاد په پوهې سره سمبالوي، د عاید ترڅنګ خپل مصرف ډیرښه سنجوي، د خپلې کورنۍ مالی مدیریت کوي، سپما کوي او له اسراف ځان ساتي،
 د رسنیو سواد یو بل ضرور شرط دی. د نن ورځې باسوادان خامخا رسنۍ لولي او په ګڼ شمیر رسنیو کې هغه ګټورې یی ځان او خپلې کورنۍ ته مهیا کوي،
 د نن ورځې باسواده انسان (پلار او مور) ټولنې ته مفید، نیک صالح، اخلاقی، دعالی انسانی سجایاوو لرونکی اولاد روزي، یعنی د نیک اولاد د روزنې مهارت او پوهه لري،
 باسواده هغه څوک دی چې د روغتیا په اساسی اصولو( تغذیه، څښآک، له ناروغیو ځان ساتنه، وقایه، واکسین،نظافت...) پوه وی او خپله او د کورنۍ روغتیا ښه وساتي،
 باسواده وګړی خپل ملت او نژاد پیژني او پرته له تبعیض او تعصب د نورو ټولو نژادنو اوملتونو درناوی کوي،
 باسواده وګړی د چاپیریال اخلاق پیژني او هغه رعایتوي، د ژوند چاپېریال نه زیانمنوي،
 باسواده وګړی د خپل تعلیم او سواد له برکته منطقی تحلیل کوي، غوره نظریات پېژندلای شي، ګټور او نا ګټور، منطقی او نا منطقی مسایل تفکیک کوي،
 باسواده وګړی د وخت او انرژی په مصرف پوهیږي،
په دې توګه د ښه ژوند کولو لپاره پورته بشپړ سواد د نیکمرغه اوسېدو ډاډمنتیا ترلاسه کوي.
د دې ترڅنګ؛ یو بل ډول سواد علمی سواد دی چې د عامو باسوادو خلکو ترڅنګ(برعلاوه)، د علمی مرکزونو منسوبینو ته ضرور دی. دا سواد په عقلمندۍ سره د علمی میتودونو په واسطه مسایلو ته معقوله حل لاره مومي. دا ډله خلک د علمی، مستدل او مستند بحث توانایی لري، نور خلک رهنمایی کوی او د ټولنې لپاره الګو کسان وي. دوی د متعالی انسانی ژوند لپاره فرضیې مطرح او د فرضیو په تحقق اوثبوت سره نظریات وړاندې کوي. د دوی بوختیا علمی څیړنه( Scientific Research) کې وي، په ژوند کې مثبت بدلون راولي او ټولنه مخ په دوام لرونکې اعتلا بیایي.
یونسکو دا هم وایی چې یواځې په یوه موضوع پوهیدل کافي نه دي، بلکې مهمه دا ده چې عمل ورباندې وشي.
هرهغه څوک چې په خپل ترلاسه شوي مهارت او زده کړې پوهې سره معقول، د وخت له غوښتنو سره سم او معنا لرونکی بدلون راوستلای شی، باسواده دی. همدوی ځان او نورو ته ګټور دي.

هغه فلزات چې د زبرځواکو سترګې ورته برندې دي !

(۲) د تیر په دوام: غوره ده چې د طبیعي سرچېنو، ځمکنیو خامو موادو او کاني زیرمو  د نړیوال ارزښت ځنې نورې برخې هم را وسپړو. کیدای شي، په تیره لیکنه کې مو د راتلونکي شنه او تکنالوجیکي انقلاب لپاره د ځنو کم موندونکو فلزاتو په هکله لوستلي وي. چې څرنګه ورته زبرځواکونه په کمین کې ناست دي. دوی هغو سیمو او هیوادونو ته سترګې برندې نیولي دي چې دا کاني مواد په کې موندل کیږي. په دوه زره اتلسم کال کې یې د نړیوالو صادراتو او وارداتو ارزښت شاو خوا لس ملیارده ډالرو ته رسیده. له نیکه مرغه د افغا...