Afghanistan
This article was added by the user . TheWorldNews is not responsible for the content of the platform.

فرهنګي مبارزينو ته نصيحتونه!

فرهنګي مبارز وروره! پدې کي شک نسته چي ستا مبارزه مقدسه او مهمه ده خو ددې لپاره چي مبارزه دي نوره هم مؤثره واقع سي او د فرهنګونو او فکرونو د اصلاح سبب سي لاندي شيان په پام کي ونيسه:

1 – هیڅ وخت پداسي شیانو کي مه ږغېږه چي په اړه یې پوره معلومات نلرې او د داسي شيانو په اړه تبصرې مکوه چي تا ته يې دقيق معلومات نه وي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء 36]

ژباړه: د هغه شي پسې مه ځه كوم چي ته ورباندي علم نلرې، يقينا چي غوږونه او سترګي او زړه د هر يوه په هكله د دوی څخه پوښتنه كيږي.

يعني په هغه شي پسې مځه كوم چي ته ورباندي خبر نه يې، او هغه خبره مكوه كومه چي ته يي په ثبوت باندي يقين نلرې.

2 – د شرعي مصلحت څخه په استثناء هيڅ وخت درواغ مه وايه ځکه د درواغو ويل د انسان ايمان په خطر کي اچوي؛ په اثر کي راځي: عن قيس بن أبي حازم، قال: سمعت أبا بكر الصديق يقول: اتقوا الكذب، فإن الكذب مجانب للإيمان.[مساوئ الأخلاق128]

ژباړه: قيص بن ابي حازم وايي: ما د ابوبکر رضي الله عنه څخه واورېدل چي ويل يې: ځانونه د درواغو څخه وساتئ ځکه درواغ د ايمان ليري کوونکي دي.

يعني درواغ ويل د ايمان د زوال سبب جوړيږي.

3 – د چا سره په مقابله کی ښكنځل او سپکي سپوري خبري مكوه د دې ترڅنګ چي په ښکنځلو باندي د خبري تأثير او خوند له مينځه ځي ناروا او حرام کار هم دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللِّعَانِ وَلاَ الْفَاحِشِ وَلاَ الْبَذِي.[مسندالبزار3207]

ژباړه: مسلمان باید طعن ویونکی، لعنت ویونکی، ښکنځل کوونکی او بد ویونکی نه وي.

4 – د باطل په وړاندي باید تل ثابته پالیسي او ښکاره موقف ولرې په حديث شريف کي راځي: عَنْ حُذَيْفَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً، تَقُولُونَ: إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا، وَإِنْ أَسَاؤُوا أَسَأْنَا، وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنُوا أَنْ تُحْسِنُوا، وَإِنْ أَسَاؤُوا أَلاَّ تَظْلِمُوا.[مسندالبزار2802]

ژباړه: د حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بې موقفه مه جوړېږئ چي تاسي واياست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو، که خلګو بد کول موږ هم بد کوو بلکي ځانونه پر دې باندي مجبور کړئ چي که خلګو ښه کول تاسي هم ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسي ظلم مکوئ.

يعني د ځانه څخه هيڅ وخت بې موقفه او بې رأيي انسان مه جوړوه بلکي هميشه بايد د ځان لپاره ثابته او مثبته پالېسي ولرې، په هر څه کي دي موقف معلوم وي او د هر شي په وړاندي روښانه دريځ ولرې! داسي مکوه چي خلګو ته ګورې او په کړنو کي هغوی د ځان لپاره مقتدا او مشران جوړوې، که هغوی ښه کول ته هم د هغوی په پلوۍ ښه کوې او که هغوی بد کول ته هم بد کوې ځکه د مسلمان سره داسي متزلزله او مبهمه پالېسي مناسبه نده.

قال عبد الله بن مسعود: لا يكونن أحدكم إمعة. قالوا: وما إمعة؟ قال: يجري مع كل ريح. [مساوئ الاخلاق287]

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: د ځانه څخه بې موفقه مه جوړوئ! چا پوښتنه وکړه چي بې موقفه څنګه شی دی؟ هغه ورته وويل: هغه څوک چي د هر باده سره روان وي. يعني د هر چا په ډول پالېسي او فکر غوره کوي او د ځانه څخه ثابت موقف نلري.

5 – پر خپل مسلمان ورور هيڅ وخت ناحقه او بې ثبوته خبره مکوه ځکه د دې تر څنګ چي بې ثبوته خبره انفرادي او اجتماعي فساد د ځانه سره لري تاوان یې خپله انسان ته رسيږي؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ شَانَ عَلَى مُسْلِمٍ كَلِمَةً يَشِينُهُ بِهَا بِغَيْرِ حَقٍّ أَشَانَهُ اللَّهُ بِهَا فِي النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المستدرک 7893]

ژباړه: د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په مسلمان پوري ناحقه خبره وتړي چي دده عيب په ښکاره کوي الله تعالی به دی د همدغه خبري په خاطر د قيامت په ورځ دوږخ ته واچوي.

نو کوښښ وکړه چي په هيڅ مسلمان پسې بې ځايه خبري او تبليغات ونکړې او د هيڅ مسلمان د معيوب ښکاره کولو کوښښ ونكړې چي خدای مکړه په همدې سبب دوږخ ته داخل نسې.

6 – کوښښ وکړه چي د هر مسلمان په غیاب کي د هغه دفاع وکړې په خاصه توګه د خپلو مشرانو او علماء کرامو؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَسْمَاءِ بِنْتِ يَزِيدَ قَالَتْ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ يَقُولُ: مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيهِ فِي الْمَغِيبَةِ، كَانَ حَقًّا عَلَى اللهِ أَنَّ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ.[الزهدلإبن مبارک687]

ژباړه: اسماء بنت يزيد وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: هر څوک چي په غياب کي د خپل ورور د غوښو حمايت وکړي الله پاک به يې ارومرو د اور څخه آزادوي.

يعني څوک چي د خپل مسلمان ورور په غياب کي د هغه څخه دفاع وکړي، اتهامات ورڅخه ليري کړي او چاته يې د غيبت کولو اجازه ورنکړي الله پاک به دی د قيامت په ورځ د جنهم د اور څخه وساتي.

7 – د هر چا سره بايد ستا دوستي او دښمني د الله لپاره او د دين پر اساس وي د قومۍ و وطن پر اساس بايد نه وي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ ».[صحیح مسلم 7028]

ژباړه: څوک چي عمل یې وروسته کړي نسب یې نسي مخته کولای.

یعني د چا چي عمل سم نه وي او په عمل باندي مخ ته ولاړ نسي په نسب باندي مخ ته نسي تللای.

8 – د خپل دعوت او مبارزې لپاره د مصلحتونو او حکمتونو څخه ډکي طریقې انتخاب کړه او په ښه تګلاره حق د خلګو تر غوږو پوري ورسوه؛ الله جل جلاله فرمايي: ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ.[فصلت 34] ژباړه: په هغه خصلت باندي دفع وکړه چي ډېره ښه وي نو هغه څوک چي ستا او دده تر مينځ دښمني وي ستا سره به داسي سي لکه صميمي دوست.

يعني په ښه طريقه د ځان څخه بدي دفع کړه تر څو ښه تأثير وکړي او دښمنان درته داسي وګرځي لکه صميمي ملګري او دوستان.

9 – نيک اخلاق غوره کړئ او د هر چا سره د نبوي اخلاقو پر اساس مقابله وکړئ ځکه د نيکو اخلاقو غوره کول ددې تر څنګ چي خپل ډېر مثبت تأثيرات لري د انسان پر ښه توب او غوراوي باندي هم دلالت کوي په حديث شريف کي راځي:

إِنَّ مِنْ أَخْيَرِكُمْ أَحْسَنَكُمْ خُلُقًا.[صحيح البخاري6029]

ژباړه: يقينا چي بهترينه ستاسي هغه څوک دی چي ښه اخلاق ولري.

10 – د چاپلوسۍ او دوه مخي سياست څخه ځان وساتئ ځکه دوه مخی سياست او چاپلوسي د منافقينو عادت دی مسلمان بايد ځان ورڅخه وساتي؛ امام قرطبي رحمه الله په خپل تفسير کي وايي: إنما كان ذو الوجهين شر الناس، لأن حاله حال المنافق، إذ هو متملق با لباطل وبا لكذب.[حاشيه صحيح ابن حبان]

ژباړه: دا چي دوه مخی انسان د ټولو خلګو شرير وبلل سو پدې خاطر چي دوه مخی انسان داسي دی لکه منافق؛ ځکه دوه مخی انسان په باطل او درواغو باندي چاپلوسي کوي.

11 – د خپل اسلامي نظام څخه دفاع وکړئ ځکه دا نظام په ډېرو قربانيو باندي راغلی دی او د اسلامپالو لپاره يواځنې ځاله ده، که خدای مکړه ددې نظام په سمبالولو او ساتلو کي ناکام راځو دا به موږ ته د ټول وخت لپاره د محروميت معنی ولري او د نورو منحرفو انسانانو خبري به راباندي جوړي سي چي دين د حکومتولۍ څخه بېل بولي او اسلام د نظام چلولو لپاره کافي نه بولي.

د اسلامي نظام او مسلمان باچا په ارزښت باندي بايد موږ خپل سر خلاص کړو او خپل ټوله توان د اسلامي نظام ساتلو او مسلمان باچا پلوۍ لپاره وکاروو؛ په اثر کي راځي:

عن عثمان بن عفان رضي الله عنه أنه قال: إن الله ليزع بالسلطان ما لا يزع بالقرآن.[شرح سنن أبي داود لعبدالمحسن العباد]

ژباړه: حضرت عثمان رضي الله عنه فرمايي: الله پاک په باچا باندي داسي شيان دفع کوي چي په قرآن باندي يې نه دفع کوي.

يعني مسلمان باچا دومره مهم دی چي ډېری جرائم او تخلفات دده په ذريعه باندي د ټولني څخه ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.

نو اوس چي الله تعالی موږ ته اسلامي نظام راکړی دی بايد دفاع يې وکړو او ترڅنګ يې ودريږو ترڅو مو نظام سمبال او ټينګ سي.

12 – تقوی غوره کړئ! تقوی د هر مسلمان لپاره لازمه ده خو د مبارز لپاره تقوی ځکه په نسبي ډول ډېره اړينه ده چي په تقوی باندي د مبارز په ګړنو کي برکت او معنويات پيدا کيږي چي په نتيجه کي به يې استقامت په برخه سي او په مبارزه کي به يې الله تعالی خاص او ځانګړی چټک تأثير کښيږدي.

په آخره کي  درته وایم: دا نظام هم د خدمت دی هم غيرت بناء چي څومره مو په هره برخه کي خدمت په طاقت وي ويې کړئ او چي څومره مو توان وي ځانونه غيرتمند ونيسئ.

په اسلامي نظام کي د هرچا مثبت ليدلوري ته په درنه سترګه کتل کيږي نو ځکه د هر مسلمان مبارز ليکنه، وينا او مشوره ارزښتناکه بلل کيږي او اعتبار ورکول کيږي.

په اسلامي نظام کي فعال شخصيتونه ځکه ډېر مهم دي چي نظام په خپل سمبالښت او پرمختګ کي هغوی ته اړتيا لري او د نظام په اداري تشکيلاتو کي ددوی شتون د قوت سبب او د بقاء علت جوړېدلای سي.

له همدې امله هر مسلمان مبارز چي مخکي د ټولني د اصلاح لپاره څومره مبارزه کوله اوس يې بايد د نظام سره په همږغۍ څو برابره وکړي او چي هر با غيرته وګړي په کومو ځايونو کي شرعي غيرت کوی اوس يې بايد د مسئولينو سره په مشوره نور هم غښتلی کړي.

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري