Afghanistan
This article was added by the user . TheWorldNews is not responsible for the content of the platform.

صفحه بین المللی سیاست افغانستان

یو فرانسوی فیلسوف « مونتین» وایی زه ستاسې ستونزې په خپل لاس اوارول غواړم نه په زړه او ځیګر سره لکه پښتو کې متل دی چې له زړه نه د پښو تڼاکې ښې دی. دغه فیلسوف څلورو نورو مهمو لاملونو ته ګوته نیسی چې دغه یوتیوبی پروګرام سره کټ مټ ورته دی . دغه پروګرام دضرابی په متصدیتوب مخ ته ځی او ډیر کمزوری پروګرام دی نه ولسی بڼه لری او نه علمی نه صفحه ده او نه نړیواله پروسه نه سیاست دی او نه متانت دګیلو اوًګذارو عقدو اوشخصی ببولالو ډرامه ده . ډیرې ناکامې او کرکجنې ورسره ملګرې دی زه نه پوهیږم چې مثبت ټکی ولې نه پکې لیدل کیږی یو ناکام واده دی . مادی اضطراب او اندیښنې ورسره ملګرې دی . له کلتور اوفرهنګ لیرې نفسی معاملې او ادعاوې دی. حقارت اوحسد له ورایه په کې ډهل وهی. صفحه یولور ته څی ڼړیوال بل لوری ته سیاست حیران دی او افغانستان خو نړیواله سندره باندې بدل شوی . ای خلکو موږ هم دوه سترګې او دوه غوږونه لرو موږ هم دلته واړه لوی شوی یو موږ هم ایمان اوً عزت لرو دادروغجن تر پرون پورې غلی ول چې قدرت وه مقام او دالرې کش اوفش دکابل کوڅو کې یو چپراسی هم هرڅه کول خو هیڅ خبره نه وه امرالله کلینر خلک ژوندی په ګورول خوًنن دضرابی پروګرام اپلتې وایی.
شرم او حیا هم حد لری مجازی پروګرام هم پوزه اوچنه غواړی وایی پشۍ به داوړوجوړه کړم میو به پهً کې څوک وکړی؟مجازی لنډه غر !
اضطراب،وېره ، اندېښنه ، او لهو لعب نه سیاست دی او نه بل کوم شجاعت هرڅوک نن سبا خاین پېژنی چې له ولس سره یی څه کړی دی . منافقت اوشیطانت نور ښکر نه لری!

د نړۍپه روان اقتصادي ناورين د اوکراین د جګړې اغېز

د کرونا وايروس پر مرګونې تېرې شوې څپې سربېره د روان نړيوال بحران يو لامل د روسيې او اوکراين تر منځ وروستۍ شخړه او د روسيې او اوکراين له بندرونو څخه د غلو دانو نه صادرېدل ګڼل کېږي. د روسيې، بلاروس او اوکراين هېوادونه چې د نړۍ د اړتیا وړ غلې دانې توليدوي ، او ځمکه یې د (چورنې زيم) تورې خاورې په نامه چې د کروندې لپاره بهترينه ځمکه ده يادېږيد افريقا او اسيا شپږدېرش هېوادونه چې زياتره یې بې وزله هېوادونه دي د خپل د ضرورت وړ غلې له نيمايي زياته برخه له له روسيې او اوکراين څخه واردوي.
خو لوي...

کلتور او فرهنګ

دا څو ورځې میډیا کې د کلتور د نمانځنې، د کلتور پالنې او د کلتور د ورځې یادونه کېده. دا ډیره ښه خبره وه ، خو ډیرو ځایو او لیکنو کې د کلتور ترڅنګ، د فرهنګ اصطلاح هم کارول کېده. د دې دوو ترمنځ باید توپیر وشی: د بشري ټولنو ټولې هغه مادې اومعنوي لاسته راوړنې، ارزښتونه، انګېرنې، روايات، عقايد، کړه وړه(سلوک او چلند)، ښووونه او روزنه ، د کار وسايل، د ژوند اسباب اونور ټول چې د تاريخ په اوږدو کې يې ترلاسه کړي او نسل په نسل همداسې رالېږېدلي او د نویو نسلوونو له خوا منل شوي دي، کلتور دی. البته دوخت د...