logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo logo
star Bookmark: Tag Tag Tag Tag Tag
Afghanistan

پر شرعي نصوصو د زمان، مکان او کلتور اغېز|  زبیر افغان

د اسماني شرایعو  متون انسان ته د انسان په ژبه راغلي دي. هغه ژبه چې انسان رامنځته کړې، د خپل پنځونکي په شان ده، بدلېږي، تغییر کوي، نوي الفاظ ورته رادننه کېږي، د څو تعبیرونو احتمال لري، یو لفظ يې ګڼې ماناوې ور کوي، له يوې جملې يې د انسانانو برداشتونه مختلف وي، لهجوي توپيرونه پکې ځای مومي، د یوې سيمې کلتور یو ډول اغېز پر کوي او د بلې سيمې فرهنګ نور څه پکې ننباسي، یوه زمانه کې یو ډول اصطلاح عامه وي او بیا بل وخت راسي چې هغه زړه اصطلاح په کلیشه بدله شي نوې يې ځای ونیسي او نور ټول هغه عوارض چې انساني ژبو ته ور پېښېږي.

دا هر څه له دې امله ژبې ته ور پېښ دي چې خپله انسان هم پر یوه حال نه دی، د انساني تغییر او تبدیل له امله ژبه هم د بدلېدا په حال کې وي او دا لړۍ له لومړۍ ورځې پيل او تر ننه يې دوام کړی. دا خبره ډېرې تشریح ته اړتیا نه لري چې د زمان و مکان په لحاظ د انسانانو غوښتنې مختلفې وي. یوه زمانه کې انسان یو ډول غوښتنې کوي او بله زمانه کې تر پخوا ډېر څه غواړي. ځکه څومره چې انساني پوهه ډېرېږي همدومره ور سره د انسان ذهن پراخېږي او د غوښتنو نوملړ يې هم ډېرېږي.

انسان د خپل کمزوري علم له امله له نن څخه پخوا د نیټ غوښتنه او د همدې لارې د کاروبارو غوښتنه نه د رلوده، ځکه په خبر نه وو. اوس چې دا شی موجود دی نو هر انسان يې د استعمال غوښتنه کوي او په انساني ټولنه کې چې هر شی د انسان تر استعمال لاندي راځي ښه او بد عواقب دواړه لري چيې نوې پديده ورته ویلای شو او نوی فکر غواړي.

د انسانانو مختلف فرهنګونه د دې ثبوت دی چې غوښتنې او خواهشات بیل دي. هم د مکان له مخې او هم د زمان. دا دوه داسي قیدونه دي چې همنوعه انسانان پر مختلفو کلتورونو او ټبرونو وېشي. په انساني نړۍ کې تقریبا هره اختراع د اړتیا له امله شوې ده. هر اختلاف د بشري اړتیا له مخې رامنځته شوی او د هرې پديدې تر شا د همدې بشري غوښتنې ریښه لیدله کېږي.

کله چې د انساني ټولنې هيڅ شی هم د ثبات په حال کي نه دی او د یوه فیلسوف په خبره چې دلته یوازي تغییر د ثبات په حال کې دی نو بیا هر هغه قانون چې تغییر ممنوعه کوي انساني ټولنه له بدمرغیو سره مخوي. انسان باید د تغییر په حال کې واوسي او په همدې انسان خوشاله وي. کله چې جمود رامنځته شي ژوند ور سره ودرېږي، ښکلا له لاسه ور کړي، رنګيني ختمه شي، د ځلا پر ځای تیارې د ژوند هره برخه تر سیوري لاندي راولي، د خوښي پر ځای غمونه وي او د مستي پر ځای مړتتوالی وي، د حرکت پر ځای سکون وي. له دې امله باید ټول اسماني شرایع د تغییر دروازه خلاصه پرېږدي او د انساني فطرت خیال وساتي.

زما د مالوماتو سره سم په شرایعو کې همدې اصل ته پام شوی دی. شریعت خپله د هغو احکامو نوم دی چي تل د تغییر په حال کې وي او خورا وړه برخه يې اوږدمهالي احکام وي. قران کریم همدې ټکي ته په دې الفاظو(لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا) اشاره کړې.(۱) دلته راغلي چې شریعت د هر امت له بل څخه بیل وي. ولې؟ ځکه ځای او وخت يې مختلف وي، کله چې یوه قوم ته رسول راځي نو په هغه قوم کې عيني همدا مهال د بل اړتیا نه شته، له دې امله باید بل رسول نورو قومونوته ولاړ شي چې ځای يې تغییر وکړي او همدا شی د شریعت تغییر ته لار جوړوي.

له انبیاؤ سره په خپل وخت کې کتابونه نازلول هم د دې تغییر او تبدیلۍ شاهدي ور کوي. که داسې نه وای، نو یو کتاب به يې نازل کړی وای او نبیانو به هر مهال له هغه کتاب څخه خلګو ته احکام بیانولای، مګر داسې نه دي شوي. لامل يې دا دی چې که له یوه کتاب څخه احکام اخیست کېدای، نو هغه د ژوند ټولو رنګينیو ته يې ځواب نه شوای ور کولای. هر قانون چې د انسان لپاره وي، نو باید هغه خصوصیت قبول کړي چې خپله انسان يې په خپل ذات او فطرت کې لري. انسان په هر حال کې متغیر دی او قانون يې باید تغییر حتما ومني. د شریعت په نصوصو کې دا شی ډېر واضح دی چې لاندي يې څو مثالونه ذکر کوم:

۱ـــ  د مکې مکرمې بنسټ ابراهیم او اسماعیل علیمها السلام ايښی دی. مګر مکیانو د خپلې مالي کمزورۍ له امله د مکې له خونې یوه برخه بیله کړه. کله چې رسول الله مکه فتحه کړه، هیله يې در لوده چې مکه د خپل جد ابراهیم پر بنسټونو ودانه کړي او همدا يې خپل بنیاد هم وو، مګر له دې ډاره يې دا کار ونه کړ چې خلګ نوي مسلمانان شوي، ممکنه ده مکې وراني او نوې جوړېدا بد اثر پر وکړي، په انسانانو کې د فتنې له امله يې مکه د مکیانو پر نیمګړي جوړښت ایله کړه .(۲)

۲ـــ رسول الله چې کله مدينې ته هجرت وکړ، مسلمانان مسکینان وو. له دې امله رسول الله خلګو ته امر وکړ چې د قربانۍ خوښه به تر درې ورځو وروسته په کور کې نه ساتئ. له دې څخه يې هدف دا وو چې خلګ غوښه وویشي او مسکینانو ته په ټولنه کې خپله برخه ورسېږي. اما کله چې بې وزلي کمه شوه رسول الله خلګو ته اجازه ور کړه چې د غوښې ساتل نور ستاسو کار دی زما له لوري پابندي نه شته. (۳)

۳ـــ په مدينه کې رسول الله لومړی خلګو ته اجازه نه ور کوله چې هدیرې ته ولاړ شي او زیارت وکړي. په رواياتو کې د دې هدف دا بیان شوی چې لومړي سر کې مسلمانان د زیارت په اسلامي ادابو نه پوهېدل، رسول الله پرې ډارېده چې بیرته د جاهلیت د وخت باورونه پکې ځای ونه نیسي، له دې امله يې منعه کړي وو، کله چې دا ډار ختم شو نو اجازه يې ور کړه چې د اخرت او مرګ د یاد لپاره هدیرو ته ولاړ شي.(۴)

۴ـــ رسول الله مکیانو ته تر ۱۳ کاله دعوت وروسته مدينې ته هجرت وکړ. دا کار يې د ځان ساتنې په موخه وو، له همدې امله هغه مهال یوازي د مکې له ښارګوټي هجرت فرض وو او هر مسلمان باید له مکې هجرت کړی وای. مګر کله چې مسلمانانو مکه ونیوله، رسول الله اعلان وکړ چې د مکې تر فتحې وروسته هجرت ختم شو.(۵) دا یوه اړتیا وه، کله چې هغوی خپل حالت بدل کړ، د اختلاف زمانه يې متغیره شوه، نو حکم هم تغییر وکړ. هجرت هم یوازي له مکې لازمي وو، ځکه نو بحرین، یمن، د بنو حنیفه سیمه او شاوخوا بدويي عربو کې مسلمانان اوسېدل او رسول الله د هجرت امر هم نه دی ور ته کړی. ان د هغوی د تعلیم لپاره رسول الله د خلګو په غوښتنه یوځل د شپږو او بل ځل  د اویا اصحابو ډله ولېږله چې مسلمانو قبیلو ته اسلام وښيي یا يې په خپله سیمه کې اسلام ته دعوت کړي؛ خو له بده مرغه له دواړو ګروپونو سره چل وشو.(۶)

له دې پاس مثالونو ښکاره شوه چې مکان، زمان او کلتور پر شرعي متن څومره اغېز لري. مګر پوښتنه دا ده چې ایا له همدې اصل څخه تر رسول الله وروسته امت هم ګټه پورته کولای شي او که دا واک یوازي د رسول تر ذات او وخته محدود دی؟ اصلا په دې بحث کې دا ټکی مهم دی، کنه پاس ذکر شوي مثالونه ټول مني.

زه دې بحث ته له دې زاويې ورځم چې شریعت موقتي احکامو ته ویل کېږي او دین د ابدي مقدسو احکامو نوم دی. مخکې مې د شریعت په اړه د قران کریم ایت ذکر کړی او د دین په اړه الله تعالی وايي:

وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ (۷)

ژباړه: او بېشکه دغه ستاسو یو امت دی او زه مو رب یم له ما وډار شئ.

په دې ايت کې د ګڼو انبیاو دین ته په مفرد اسم اشاره(هذه) ګوته نیول دا ښيي چې دین د ټولو نبیانو ترمنځ مشترک دی او شریعتونه يې توپير لري. له همدې امله وايي چې ستاسو هرې ډلې ته ځانګړی شریعت دی خو دین ته په مفرد اشاره کوي چې یو اسماني دین په ګوته کوي.

که بحث ته تر ننوتو مخکې یو حدیث هم ذکر کړم نو له موږ سره به ان شاء الله د موضوع په روښانولو کې مرسته وکړي. حدیث دادی:

«إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا» (۸)

ژباړه: بېشکه الله دې امت ته د هرو سلو کلونو په پيل کې یوڅوک راپاڅوي چې دین(شریعت) يې ورته نوی کړي.

عربي ژبه کې د الفاظو یو د بل پر ځای استعمال خورا زیات دی، دلته هم د (دین) لفظ د شریعت لپاره کارول شوی، دلیل يې دادی چې تجدید یوازي په شرعي احکامو کې راځي او ديني احکام لکه قران کریم چې صراحت په کړی د ټولو نبیانو ترمنځ مشترک وي، نو بناء دلته له راغلي لفظ څخه شریعت هدف دی.

اوس د موضوع سپړل هم سانه کېږي او هم د لوستونکو فهم ژر ورته رسېږي. موږ پوهېږو چې په حدیث کې رغلی د (یجدد) لفظ د تجدید(تفعیل) د باب مضارع ده چې د نوي کولو مانا ور کوي. یاني په شرعي تعبیر کې د هر زمان، مکان او کلتور غوښتنو ته که پام وشي او له خپل وخت سره داسې تعبیر شي چې د حساسیتونو پارولو پر ځای د بشري جامعې ګټو ته پکې نظر وشي، نو دا شرعي تجدید دی او موږ ته يې د قران و حدیثو له مخې اجازه راکړل شوې.

هغه څوک چې شرعي تجدید د نبي علیه السلام زمانې ته شریعت کشوي او دې ته د تجدید نوم ور کوي، زما په اند ناسم فکر يې اخیستی. ځکه یو خو له عملي ژوند سره شرعي مسلو ته ربط نه شي ور کولای چې دا له ځمکنیو حقایقو سره ټکر کوي او بل د تجدید له توري يې هم سم برداشت نه دی کړی ځکه تجدید نوي کېدل دي؛ نه شاته وړل. که دلته د تجدید پر ځای د ارتجاع لفظ راغلی وای، نو بیا ددوی فهم سم وو، مګر د لته خبره برعکس ده.

شریعت ته که کلتوري بڼه ور نه کړل شي د انسانانو تر فهم او وس لوړېږي. مثلا: عربي کې هغه ذات چې خلګ يې عبادت کوي، د الله په نوم یادېږي، که د معبود همدا اسم ذات یوه پښتون ته په داسې حال کې ذکر کړې چې هغه له دې ناخبره وي، نو څه پرې پوهېږي چې زما متکلم ماته څه وايي؟ کله چې موږ هغه ته د ده د خپل کلتوري خدای نوم یاد کړو او دا لفظ په هغه ورته ترجمه کړو، نو هغه پوهېږي چې له الله څخه زما د متکلم مراد څه شی دی؟

یو بل مهم ټکی په شرعي مسلو کې زیاتره وخت ماهیت وي، نه شکل. له دې امله نو چې کله هدف په یوه بڼه تر لاسه کېږي شارع يې پر خاص شکل ټینګار نه کوي. مثلا: د بني قریظه په غزا کې رسول الله خلګو ته امر وکړ چې ولاړ شئ لمونځ مو د بني قریظه سيمې ته ورسوئ. خلګو فکر وکړ چې د رسول الله هدف هلته تلل دي، نه ارو مرو لمونځ په هغه ځمکه کې ادا کول، له دې امله يې لمونځ پر لار وکړ، اما ځینو کسانو په ظاهري الفاظو تمسک وکړ او لمونځ يې هلته ورساوه. رسول الله ته قیضه وړاندي شوه نو هغه یوه ډله هم رد نه کړه.(۹)

له دې ښکاري چې په شریعت کې مهم اهداف وي، کله چې هدف تر لاسه کېږي نو پر یوه خاص شکل يې ټینګار کول د شریعت له مقاصدو څخه نه وي. بیا زموږ په زمانه کې چې رسول الله نه شته او شرعي متون زموږ تعبیر ته اړتیا لري، نو باید پر یوه خاص شکل تر ټینګار باید پر ماهیت تاکید وشي چې هم اختلاف ختم شي او هم هدف تر لاسه کړو.دا کار نه یوازي زموږ په وخت کې مهم دی بلکې د هرې زمانې لویو علماؤ همدا کار کړی دی. څو مثالونه:

۱ـــ د حدیثو په معتبرو کتابونو کې روايت دی چې د رسول الله او ابو بکر په زمانه کې د یوه مجلس درې طلاقه یو طلاق بلل کېدی، خو عمر فاروق په خپله زمانه کې د خلګو د ناسم عمل او ځينو زورونو له امله اعلان وکړ چې د یوه مجلس درې طلاقه به تر دې وروسته درې شمارل کېږي.(۱۰)

۲ـــ د رسول الله په زمانه کې زاني ته د سلو درو تر سزا وروسته دا هم د سزا برخه ګڼل کېده چې زاني يې له سیمې د یوه کال لپاره شړی، مګر عمر فاروق د یوې بدې پيښي تر واقع کېدا وروسته دا سزا لغوه کړه.(۱۱)

۳ـــ د رسول الله په زمانه کې د واړه اختر سرسایه خلګو په اجناسو ور کوله چې مشهور يې پنیر، اوربشې او خورما وه(۱۲) دا ځکه هغه مهال کرنسۍ زیاته نه کارېده، خلګو به جنس په جنس سودا کوله، اما د امام ابوحنیفه رحمه په مذهب کې وروسته د دې اجناسو پر ځای کرنسۍ ته جواز ور کړل شو.(۱۳)

دا هغه مثالونه دي چې د اړتیا له مخې د شرعي مسلو په شکل کې بدلون راغلی. بلکې که ووایو چې دلته يې تعبیر له زمان و مکان سره برابر کړی دی، نو ښه نظر به وي. شریعت کې یو اصل دا هم دی چې اسلام کې نه ځان ته ضرر رسول جواز لري او نه بل ته، له دې امله چې کله د یوې زمانې تعبیر د بلې زمانې یا د یو ځای تعبیر د بل ځای د خلګو له ګټو سره ټکر وکړي نو کولای شي چې شرعي تعبیر  ته تغییر ور کړي ځکه اسلام کې همدا اصل دی چي (لاضرر و لاضرار في الاسلام)(۱۴) او دا چې بشري جامعې ته تکلیف پيښوي لازمي خبره ده چې انساني تعبیرونه دي، نو ځکه نوی تعبیر اړین دی او زوړ ته شا کول مجبوري ده.

لنډه دا چې په بشري نړۍ کې د زمان، مکان او کلتور له قید څخه هیڅ شی وتلای نه شي. شرعي نصوص چې د انسان لپاره راغلي، نو حتمي خبره ده چې ټول هغه عوارض به ورته پېښېږي لکه انسان او د هغه ژبې ته چې ور پېښ دي. انسان په یوه حالت کې ثبات نه لري، کله یې یو حکم په ګټه وي او کله بل، کله یو ډول حالات وي او کله بل ډول. له متن څخه اخیست شوي تعبیرونه هر وخت د انساني جامعې په ګټه نه وي، له دې امله اړتیا ده چې هر وخت نوي کړل شي او د بشري ټولنې ټولې اړتیاوې په نظر کې ونیول شي. شریعت د انساني سهولت لپاره راغلی نه د سختۍ لپاره(۱۵) له دې امله هر هغه سخت تعبیر د دین له اساس سره متصادم دی چې پر بشري جامعه سختي ته پکې تمایل شوی وي.

د پخواني تعبیر یو لوی مشکل دا هم وو چې د اوس په نسبت انساني لید ډېر کم وو، مالوماتو ته لاس رسی د اوس په شان پراخ نه وو، تر ډېره حده د یوه فرد لخوا شوي تعبیرونه دي چې د خپل کوچني چاپيریال اغېز ور باندي پروت وو او د اوس وخت نوې غوښتنو ته پکې هيڅ پام نه دی شوی. یو بل شی هغه مهال مسلمانان د یوه بریالي قوم په توګه مطرح وو، هلته یوه لویه پاچاهي یا خلافت د مسلمانانو موجود وو، پر شرعي تعبیر دې هم لوی اغېز کړی او داسې تعبیر ورته لار پيدا کړې چې اوس زموږ له زمان و مکان  سره اړخ نه لګوي. که د فقهې کتابونو ته سر ور ښکاره شي نو داشې ډېر مسایل به وويني چې نن ورته اړتیا نه شته. مګر په خپل وخت کې به همدې مسلو ته ضرورت وو او د همدې اړتیا له مخې لیکل شوي دي. له دې ښکاري چې پر شرعي نصوصو او تعبیر يې زماني، مکاني او فرهنګي قیدونه ژور اثر لري او د هر وخت په تعبیر و تفسیر کې د دې ټولو اثار بیخي جوت دي.

۲۰۱۸/ سپټمبر/ ۱۷

۱) المائده: ۴۸، یاني ستاسو د هر امت لپاره موږ شریعت و تګلاره ټاکلې.

۲) صحیح مسلم کتاب الحج باب نقض الکعبه و بنائها ح: ۱۳۳۳.

۳) مسلم کتاب الاضاحی باب بیان ماکان من النهی اکل لحوم الاضاحي بعد ثلاث…ح: ۱۹۷۱.

۴) سنن ابي داؤد کتاب الجنائز باب زیارة القبور ح: ۳۲۳۵.

۵) صحیح البخاري کتاب الجهاد والسیر باب لاهجرة بعد الفتح ح: ۳۰۷۷.

۶) الرحیق المختوم السرایا والبعوث بین احد والاحزاب، بعث الرجیع و مأساة بئرمعونه: ۲۶۷.

۷) المومنون: ۵۲.

۸) سنن ابي داؤد کتاب الملاحم باب مایذکر في قرن المائه ح: ۴۲۹۱.

۹) صحصح البخاري کتاب المغازي باب مرجع النبي ص من الاحزاب…ح: ۴۱۱۹.

۱۰) صحیح مسلم کتاب الطلاق باب طلاق الثلاث ح: ۱۴۷۲.

۱۱) بدائع الصنائع کتاب الحدود فصل في شرائط وجوب حد الشرب: ۷/ ۳۹.

۱۲) مسلم کتاب الزکاة باب زکاة الفطر علی المسلمین من التمر والشعیر ح: ۹۸۵.

۱۳) بدائع الصنائع کتاب الزکاة باب الزکاة الواجبه فصل بیان جنس الواجب وقدره وصفة في صدقة الفطر: ۲/ ۶۹.

۱۴) شرح التلویح علی التوضیح فصل في کیفیة السماع والضبط والتبلیغ: ۲/ ۲۴.

92 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"500753db-fb83-4597-bf21-fd149585f1eb","recipients":933,"external_id":"bf125020-740b-378d-d917-1495d5080b15","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933
Themes
ICO